Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
څوک چې سفرنه امان غواړي
دخپل وطن قدردې ډېرپه زړه لرينه
څوک چې مين شي ملامت شي نه دشپې خوب کړي نه په ورځ روزګارلرينه
دملامتوکمک هېڅوک نه کوينه څوک چې مين شي ځان يې ورک شي
څوک چې ياري دښاپېروکا يوکال مې کړې رنګ مې ځای ته نه راځينه
لړزه دهجربه يې تل په زړه کې وينه څوک چې ياري کړي زړه سندان کړي بېلتون لوهاردی ټکوي پرې سل غمونه څوک چې ياري کړي مادپوښتي
څوک مې له حاله خبرنه دي
په دواړولاسو زه سرولې ټکومه څوک مې له حاله خبر نه دي لکه ققنس په خپله ځاله کې وريت شومه څوک مې له حاله خبرنه دي زه دبادام په څېر سوری په زړګي شومه څوک مې له حاله خبرنه دي بېلتون مې اوردزړه په کورولګاونه
څوک مې له حاله خبرنه شول
لکه غنم دزړه په سرچاودلی يمه څوک يې ديدن پسې ړندېږي څوک يې له کټه غورځوي چې خوب راځينه
څولېونی راپسې نه شې
وبه مې نه خورې دسرکوشونډو سرونه څووطن رنګ په وينونه کړم راټول به نه کړم دبيرغ سره پلوونه څه دي چې اوس سره جلايو که ژوندباقي ؤ بيابه وکړوديدنونه څه دي چې ناسته مې دلې ده زړه مې بلبل دی ستاپرګل چوڼکی کوينه
څه شوکه زه په ظاهرخاندم
په زړه مې اوري دغمونوبارانونه
څه شوکه ناسته مې دلې ده
ارواح مې ستاپه کټ منګلې لګوينه
څه عجب خونددشهادت دی
دځنکدن سلګۍ وهم ژړاراځينه
څيرې ګرېوان دګل په شان يم
اوښکې سهارلکه شبنم پرې ورومه
څوک چې مين شي رنګ يې زېړ شي
سودايې مل شي په اټکل مزل کوينه
څوکۍ په توپو نه ړنګېږي
سنګ ځلمی يې په سرپوښوړنګوينه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ