د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې روانې شوي دي

خبرونه سوداگري کورني خبرونه ګټور خبرونه

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په هرات کې د ایران عمومي قونسل علیرضا مرحمتي ویلي، تهران او د فراه ولایت سیمه‌ ییز مسوولین د سرحدي ستونزو د حل، اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د ژوند د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ګډ او دوامدار کار کوي.

 

هغه زیاته کړې، د دواړو لورو ترمنځ په ځانګړي ډول د سرحدي تګ راتګ، سوداګرۍ او د ګډو ستونزو د مدیریت لپاره خبرې او همغږي روانه ده، څو د پولې په اوږدو سیمو کې شته خنډونه کم شي.

 

مرحمتي ویلي، د روغتیا په برخه کې هم هڅې روانې دي چې افغان ناروغانو ته ایران ته د تګ، درملنې او ویزو د ترلاسه کولو اسانتیاوې زیاتې شي او د دې بهیر د چټکتیا لپاره یو ګډ میکانیزم جوړ شي.

 

هغه همداراز زیاته کړې، ایراني پلاوي افغانستان ته د کرنې په برخه کې سفرونه کړي او د پنبې د کرکېلې، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د پانګونې د نوو فرصتونو د ارزونې لپاره عملي څېړنې روانې دي.

 

د هغه په وینا، دا ډول همکارۍ کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي او د سرحدي سیمو خلکو ته مستقیمې ګټې ورسوي، په ځانګړي ډول د کارموندنې او سوداګرۍ په برخو کې.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: