پاکستان: نورخان هوايي اډه کې د ایراني الوتکو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ناسم دي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې اسلام‌ اباد د ایران پوځي الوتکو ته د راولپنډۍ نږدې د نورخان هوايي اډه کې ځای ورکړی او د امریکا له احتمالي بریدونو یې ساتنه کوي.

 

دغه وزارت ویلي، دا ډول راپورونه ګمراه‌ کوونکي او له حقیقت لرې دي او هدف یې د سیمې د ثبات او سولې روانو هڅو ته زیان رسول دي.

 

تر دې وړاندې یوې امریکايي رسنۍ راپور ورکړی و، چې پاکستان په پټه ایران ته اجازه ورکړې څو خپلې پوځي الوتکې په پاکستاني هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي، خو اسلام‌ اباد دا ادعاوې رد کړې دي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، په نورخان هوايي اډه کې موجودې ایراني الوتکې د اوربند پر مهال راغلې او له کومې پوځي سناریو یا ځانګړي امنیتي تړون سره تړاو نه‌ لري.

 

وزارت ټینګار کړی، چې د دې ډول راپورونو خپرول د سیمې د امنیت او ثبات لپاره روانې هڅې زیانمنوي او د واقعیتونو ناسم انځور وړاندې کوي.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: