هاکبي: اسراییلو عرب اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد هوايي دفاعي سیستم ورکړ

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

په اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هاکبي ویلي، اسراییلو متحده عربي اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد دفاعي سیستم او د هغه د فعالولو ځواکونه استولي دي.

 

هاکبي په تل‌ ابیب کې یوې غونډې ته ویلي، چې دغه اقدام د اسراییلو او اماراتو ترمنځ د ابراهیم تړونونو پر بنسټ د فوق‌ العاده اړیکو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

 

رویټرز د یوه باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې اسراییلو اماراتو ته هوايي دفاعي سیستمونه لېږلي، څو د ایران د بریدونو پر وړاندې ورسره مرسته وکړي.

 

د راپورونو له مخې، ایران د امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ډېر امارات په نښه کړي او د اوربند له اعلان وروسته هم بریدونو ته دوام ورکړی دی.

 

بل‌ خوا وال‌ سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې اماراتو په پټه د ایران پر ضد عملیات ترسره کړي او د اپرېل میاشتې په یوه برید کې یې د ایران د لاوان ټاپو د تېلو تصفیه‌ خانه په نښه کړې ده.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: