عربي هېوادونو له ټرمپ غوښتي چې د جګړې پر ځای له ایران سره خبرې وکړي

خبرونه

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې عربي هېوادونو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د ایران پر ضد احتمالي نوي پوځي بریدونه وځنډوي او د جګړې پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي.

د راپور له مخې، دغو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې د سیمې د کړکېچ زیاتېدل به د امنیت، سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو ناوړه اغېزې ولري. له همدې امله یې له واشنګټن څخه غوښتنه کړې چې له تهران سره د خبرو اترو فرصت ته لومړیتوب ورکړي.

راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یو نوی وړاندیز هم مطرح شوی دی. په دې طرحه کې د کښتیو د تګ راتګ لپاره د نوو سمندري لارو جوړول شامل دي، څو نړیواله سوداګري او د نفتو لېږد اسانه شي. خو د کښتیو څخه د تګ راتګ د فیس یا محصول د اخیستلو په اړه لا هم د اړخونو ترمنځ اختلافات موجود دي.

وال سټریټ ژورنال همدارنګه لیکلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د بریدونو د درولو له اعلان مخکې له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې وې. په دغو خبرو کې بن سلمان له ټرمپ څخه غوښتنه کړې وه چې د سیمې د لا زیاتې بې‌ ثباتۍ د مخنیوي لپاره تاوتریخوالی کم کړي او د سیاسي او ډیپلوماتیکو حل لارو ملاتړ وکړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ