هند: د چابهار بندر په پراختیا کې خپل رول ساتو

خبرونه

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چابهار بندر پروژې لپاره د امریکا له بندیزونو ورکړل شوی مشروط معافیت د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی او نوی ډیلی د دې بندیزونو د اغېزو د ارزونې لپاره له اړوندو ادارو سره خبرې کوي.

د هند د دولت وزیر کیرتي وردهن سینګ ویلي، هند لا هم د ایران د چابهار بندر د شهید بهشتي ترمینل د پراختیا او عملیاتو په برخه کې خپل رول لري.

نوموړي ویلي، د چابهار بندر پروژه د افغانستان د بیارغونې، اقتصادي پراختیا او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یوه مهمه ترانسپورتي لار ده او همداراز د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې رول لري.

د هند دولتي شرکت «انډیا پورټس ګلوبل» له ۲۰۱۸ کال راهیسې د چابهار بندر چارې پر مخ وړي. د هند حکومت وايي، د دې پروژې لپاره یې خپله ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالره مالي ژمنه پوره کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یادې مالي ژمنې وروستۍ برخه یې د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې ته ورکړې ده.

چابهار بندر د هند لپاره له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او ترانسپورتي اړیکو د پراختیا یوه مهمه لار بلل کېږي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ