بلوچستان کې بېلابېلې پېښې؛

خبرونه

د ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په جلا جلا پېښو کې د یوه پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي، یو موټر چلوونکی ټپي شوی، شپږ کارګران تښتول شوي او پنځه باروړونکي ټریلرونه له دوو د ګازو ټانکرونو سره یوځای سوځول شوي دي.

راپور وايي، دا پېښې د بلوچستان په بارکهان، کېچ، چاغي، خضدار او نوشکي ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د راپور له مخې، د بارکهان ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډي ایس پي) مرید بګټي هغه مهال ووژل شو چې وسله والو کسانو د سې شنبې په ماښام د خټه چوکۍ په سیمه کې د ګزمې پر مهال د پولیسو پر موټر ډزې وکړې.

د بلوچستان ایالتي ویاند بابر یوسفزي ویلي، مرید بګټي له وسله والو سره په مېړانه مقابله وکړه او د خپلې دندې پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ.

په بله پېښه کې، ناپېژانده وسله والو د کېچ  ولسوالۍ په مرکز تربت کې د کارګرانو یو موټر درولی دی. بریدګرو د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید خان وژلی او شپږ نور کارګران یې له ځان سره تښتولي دي. د چارواکو له مخې، په تښتول شویو کسانو کې څلور د پنجاب او دوه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.

د همدې پېښې پر مهال یو لاروی هم د پولیسو او وسله والو ترمنځ د نښتې له امله وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، په خضدار سیمه کې هم څلور کسان ناپېژانده وسله والو تښتولي دي. ویل کېږي چې دغه کسان د اوبو پر یوې پروژې کار کاوه.

بل لور ته، په چاغي ولسوالۍ کې د کوټې ـ تفتان پر لویه لار ناپېژانده کسانو پنځه ټریلرونه او دوه د ګازو ټانکرونه سوځولي دي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، په نوشکي ولسوالۍ کې د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی و. وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت له سې شنبې شپې څخه تر ۳۱مې جولای پورې په دغه ولسوالۍ کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ