د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
هغه د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستان به په حیرتان کې د جستو د ډبرو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه جوړه کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیټ، انرژۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
خواجه یف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ازبکستان غواړي نوې پروژې پیل کړي، د افغانستان له کانونو سره همکاري وکړي او د افغان توکو واردات زیات کړي.
عبدالغني برادر هم له ازبکستانه غوښتي چې د افغان صادراتو، ترانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزې کمې او اسانتیاوې رامنځته کړي.
