د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان له امریکا څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
پاکستان غواړي دغه پیسې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د زیاتولو او پر خپلې کرنسۍ، روپۍ، د فشار د کمولو لپاره وکاروي.
د راپورونو له مخې، پاکستان په دې وروستیو کې د ایران د جګړې په اړه د خبرو په منځګړیتوب کې رول لوبولی دی. اسلاماباد هیله لري چې د دې رول له امله به د امریکا اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.
پاکستان له کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو، د بهرنیو اسعارو د کمو زېرمو او د بهرنیو پورونو او مرستو له اړتیا سره مخ دی. اوس دغه هېواد هڅه کوي خپل اقتصاد باثباته کړي.
د پاکستان په غوښتنه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د یوه داسې مالي میکانیزم جوړول شامل دي چې د اسعارو د ارزښت په ساتلو کې مرسته وکړي. د دې میکانیزم ارزښت ۱۰ میلیارد ډالره دی او د پیسو د بېرته ورکړې موده یې ښايي تر پنځو کلونو پورې وي.
که امریکا له دې غوښتنې سره موافقه وکړي، پاکستان به وکولای شي خپلې بهرني اسعارو زېرمې زیاتې کړي، پر روپۍ فشار کم کړي او پر نړیوالو پورونو خپله تکیه راکمه کړي.
