په ډېره اسماعیل خان کې د ناامنۍ له امله ګرځبندیز ولګېده

خبرونه

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ناامنۍ له امله ګرځبندیز اعلان شوی دی.

د چارواکو د خبرتیا له مخې، د سې‌شنبې ورځې (د چنګاښ له ۲۱مې) راهیسې پر یو شمېر مهمو لویو لارو هر ډول تګ راتګ بند شوی دی.

دا بندیز به هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې دوام ولري. د بندیز پر مهال به د مساپرو وړونکو موټرو، بار وړونکو وسایطو، موټرسایکلونو او د عامو خلکو تګ راتګ اجازه نه وي.

د ډېره اسماعیل خان مرستیال کمېشنر حکمت الله ویلي، چې یوازې امبولانسونه، اطفایه او نور بېړني خدمتونه به له دې بندیز څخه مستثنا وي.

هغه کسان او وسایط چې بېړنۍ اړتیا ولري، باید مخکې له مخکې د پولیسو یا امنیتي ځواکونو اجازه ترلاسه کړي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، امنیتي لارښوونې عملي کړي او خپل سفرونه له مخکې تنظیم کړي، څو له ستونزو سره مخ نه شي.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ