الجزیره: د جګړې له پېل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ ته ورسېد

خبرونه سيمه نړۍ

له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، په دې موده کې له ۴۳۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي او یو سرتېری لا هم ورک دی.

د راپور له مخې، د مارچ په لومړۍ نېټه د کویټ پر یوه ملکي بندر د ایران د بې‌ پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ امریکايي سرتېري ووژل شول. یو بل امریکايي سرتېری چې په همدې ورځ په سعودي عربستان کې د ایران په برید کې ټپي شوی و، وروسته د خپلو ټپونو له امله مړ شو.

د مارچ په ۱۲مه په عراق کې د امریکا د سون‌ رسونې KC-135 الوتکې د لوېدو له امله شپږ نور امریکايي سرتېري ووژل شول. د امریکا پوځ ویلي چې دا پېښه د تخنیکي ستونزې له امله شوې وه.

د جولای په لومړۍ نېټه بیا د امریکا د سمندري ځواکونو یو پیلوټ د عرب سمندر په سیمه کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شو. امریکايي چارواکو ویلي چې د دې پېښې د دښمن له برید سره د تړاو نښې نه شته.

دوه ورځې وړاندې د جولای په ۱۷ په اردن کې د ایران د بالستیک توغندیو او ډرون بریدونو پر وړاندې د دفاع پر مهال دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د اعلامیې له مخې، په بریدونو کې څلور نور امریکايي پوځیان ټپیان شوي وو چې له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.

یو بل امریکايي پوځي هم لا هم لادرکه بلل شوی دی.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ