شهناز بلوچ: ښځینه بلوڅانې د نمایش نه بلکه د ازادۍ لپاره مبارزه کوي

خبرونه

د بلوڅ ازادۍ پوځ ښځینه قومندانه شهناز چې د لومړۍ ښځینه قوماندانې په توګه معرفي شوې، وايي وسله ‌والې مبارزې ته یې تګ ناڅاپي نه و، بلکې د سیاسي او ملي باور له امله و.

هغې له ایټالوي خبریالې فرانچسکا مارینو سره په خبرو کې ویلي چې بلوڅې ښځې د نندارې یا سهمیې لپاره په دې مبارزه کې نه دي شاملې شوې، بلکې ځانونه د بلوچستان د سیاسي راتلونکي برخه ګڼي.

شهناز بلوچ وايي، د مدني اعتراضونو د محدودېدو له امله د بلوڅو یوه برخه وسله ‌والې مبارزې ته مخه کړې ده. هغې ټینګار کړی چې د ملي آزادۍ په مبارزه کې د ښځو ګډون هم مهم دی.

نوموړې د بلوچستان د مسئلې په اړه د نړیوالې ټولنې پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دې غورځنګ ملاتړ د بلوڅو له تاریخ او غوښتنو سره تړاو لري.

BLA شاوخوا دوه میاشتې مخکې د شهناز بلوچ او د دې ډلې د ښځینه واحد په اړه معلومات او انځورونه خپاره کړل. د پاکستان حکومت بیا BLA ترهګره ډله بولي او فعالیتونه یې د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ ګڼي.

 

 

Total Views: 3
له نورو سره یې شریک کړئ: