د پاکستان په پنجاب ايالت کې د غنمو پر سر شخړه کې درې تنه وژل شوي دي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصل‌ اباد ولسوالۍ اړوند په لونډیانواله سیمه کې د غنمو راټولولو پر سر لفظي شخړه په تاوتریخوالي اوښتې او د ډزو له امله د یوې ډلې درې غړي وژل شوي دي.

 

ځایي خلک وایي، چې پولیس سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او د وژل شویو کسانو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي دي.

 

د ځایي پولیسو په وینا، د فیصل‌ اباد د پولیسو مشر صاحبزاده بلال عمر د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې او د هغوی پر ضد یې د عملیاتو امر کړی دی.

 

پولیس زیاتوي، چې پېښه د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې او تر اوسه یو کس نیول شوی، په داسې حال کې چې د نورو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

 

د ځایي چارواکو په وینا، په فیصل‌ اباد کې د روان کال له پیل راهیسې د شخصي دښمنیو او شخړو له امله لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي دي.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: