په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ویلي، چې د کونړ ولایت د اسعداباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما ویلي، د نړیوالو بشري قوانینو له مخې باید ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول د زدهکړو بنسټونه خوندي وساتل شي.
دغه سازمان د پاکستان له نوم اخیستو پرته ویلي، چې په اسعداباد کې یې د پوهنتون په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د ملکي کسانو مرګژوبله مستنده کړې ده.
یوناما د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی اعلان کړی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې اووه تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.
Total Views:
0
