ټرمپ: که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، اسراییل به په څو دقیقو کې له منځه ولاړ شي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، نو اسراییل به په څو دقیقو کې ویجاړ شي.

 

هغه په یوه مرکه کې چې له فاکس نیوز سره یې کړې، ټینګار کړی چې د ایران اټومي پروګرام د نړۍ لپاره جدي ګواښ دی او د مخنیوي لپاره باید مخکې له مخکې اقدام شوی وای.

 

ټرمپ همداراز ویلي چې د شنبې په ورځ یې د خپلو استازو سټیو ویټکاف او جیریډ کوشنر سټیو ویټکاف او جیریډ کوشنر سفر پاکستان ته لغوه کړ.

 

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان له چارواکو سره تر خبرو وروسته اسلام‌ اباد پرېښود.

 

عراقچي بیا وروسته پاکستان ته ستون شوی او د دغه هېواد د پوځ له مشر سره یې لیدنه کړې، چې د سیمه‌ ییزو او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې پکې شوې دي.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: