د ازبکستان د عامې روغتیا وزیر د بلخ حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه

خبرونه کورني خبرونه

د ازبکستان د عامې روغتیا وزیر اصیل‌ بیک خدایاروف د بلخ ولایت له حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې ده.

 

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د روغتون د بېړنۍ څانګي، د جدي مراقبتونو ICU او ارتوپیدي څانګو څخه لیدنه کړې ده.

 

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي له ازبکستاني لوري سره په لیدنه کې د روغتیايي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی او د افغان متخصصانو د ظرفیت لوړونې، د هېموفیلیا ناروغانو لپاره د طبي لوازمو برابرولو، عصري تجهیزاتو او د درملو د تأمین په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: