نیویارک ټایمز: تهران او مسقط د هرمزتنګي پر سر هوکړې ته رسېدلي

خبرونه

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ایران او عمان د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. دغه راپور د ایراني او امریکايي چارواکو له قوله خپور شوی چې له خبرو خبر دي.

د راپور له مخې، د احتمالي هوکړې پر بنسټ به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ بېرته تنظیم شي. هغه بېړۍ چې فارس خلیج ته ننوځي، د ایران ساحلونو ته نږدې له یوې ټاکلې لارې تېرېږي، او هغه بېړۍ چې له فارس خلیج څخه وځي، د عمان ساحلونو ته نږدې له بلې لارې تېرېږي.

ایراني چارواکو ویلي، له بېړیو به ګمرکي محصول یا مالیه نه اخیستل کېږي، خو د «خدماتو لګښت» به اخیستل کېږي. د دوی په وینا، دغه پیسې به د بېړیو د امنیت، چاپېریال ساتنې او اړینو خدمتونو لپاره کارول کېږي.

د دوو ایراني چارواکو په وینا، د دغو عوایدو ونډه به د ایران او عمان ترمنځ مساوي وېشل کېږي.

خو یو امریکايي چارواکي د ایران دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي د لنډمهالې لارې لپاره د ایران اجازه اړینه نه ده او هېڅ ډول مالیه به هم نه اخیستل کېږي.

تر اوسه د دې هوکړې جزییات په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ