ایران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره شپږ شرطونه وړاندې کړي

خبرونه

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر محمدباقر ذوالقدر ویلي، هرمز تنګی به تر هغه وخته تړلی وي، څو چې امریکا د تهران شپږ شرطونه ونه مني.

ذوالقدر ویلي، ایران غواړي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په بدل کې امریکا د ایران او د هغه د متحدو ډلو پر ضد خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي، سمندري محاصره ختمه کړي او له ایران شاوخوا سیمو څخه خپل سمندري او هوايي ځواکونه وباسي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر همدارنګه ویلي، تهران له امریکا غواړي چې د جګړو له امله ایران ته اوښتي زیانونه جبران کړي، پر ایران اقتصادي بندیزونه لرې کړي او د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر هغه چې دغه شپږ شرطونه ونه منل شي، هرمز تنګی به د عادي کښتۍ چلونې لپاره بېرته خلاص نه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د نویو ترتیباتو په اړه خبرې کوي. تهران وايي، له عمان سره احتمالي هوکړه په یوازې ځان د تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره کافي نه ده او د دې چارې عملي کېدل د امریکا له اقداماتو سره تړاو لري.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او د دې لارې د محدودیت دوام کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سمندري سوداګرۍ پر وضعیت اغېز وکړي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ