ایران وايي، د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې په متحده عربي اماراتو، بحرین او اردن کې د امریکايي ځواکونو ځینې اډې او تأسیسات په نښه کړي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د پوځ له قوله ویلي، لسګونو بې پیلوټه الوتکو په متحده عربي اماراتو کې د الظفره او المنهاد پوځي اډو راداري سیستمونه او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه په نښه کړي دي.
ایران همداراز ادعا کړې چې په بحرین کې یې د شیخ عیسی اډې راداري تأسیسات او د امریکايي ځواکونو د اوسېدو ځایونه په نښه کړي دي.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له قوله، ایرنا راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو په اردن کې د پرنس حسن هوايي اډې د امریکا اړوند د بې پیلوټه الوتکو هنګرونه هم په بالستیک توغندیو ویشتلي دي.
سپاه پاسداران ادعا کوي چې په دغه برید کې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې له منځه تللي او ځینې کسان وژل شوي دي.
خو الجزیرې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکايي ځواکونو د وژل کېدو په اړه د سپاه پاسداران ادعا ناسمه ده.
