د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې هغه مهال اغېزمنې کېدای شي چې د ا.ا استازي هم پکې حضور ولري.
مجاهد د دوشنبې په ورځ په خبرو کې وویل، د ا.ا له ګډون پرته د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه او پرېکړې عملي پایلې نه شي لرلای.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه په جنیوا کې جوړه شوه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په دې غونډه کې خپل تازه راپور وړاندې کړ.
په راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزول شوی او پر ماشومانو او ځوانانو د ا.ا د سیاستونو اغېزې هم څېړل شوې دي.
د بېنېټ په راپور کې ویل شوي چې شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له سختې لوږې سره مخ دي او ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.