په دیره اسمعیل خان کې د پوځ پر موټر چاودنې ۱۴ پوځیان ټپیان کړي

خبرونه سيمه

د مستعمیره پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځیانو پر یو بس چاودنه شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۴ سرتېري ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي.

تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

یاده چاودنه په داسې وخت کې شوې چې پرون په بنو او واڼه کې هم د پاکستاني پوځ پر مرکز او پر پوځي کالج وسله وال بریدونه ترسره شوي وو.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: