د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: هند کې له چاودنې وروسته د وضیعت څارنه کوو

خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند په نوي ډیلي کې د پرون ماښام له شوې چاودنې وروسته وضعیت له نږدې څاري.

واشنګټن د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره ښه کېدو هیله کړې ده.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دغه پېښه تروریستي بللې او ويلي یې دي چې چارواکي یې د بشپړ ارزونې او څېړنې لپاره کار کوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: