د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، چې د چابهار بندر فعالېدو افغان سوداګرو ته یوه باثباته او د باور وړ بدیله لاره برابره کړې ده.
د نوموړي په خبره، له دې لارې د مالونو د بندېدو پخوانۍ اندېښنې په بشپړ ډول کمې شوې او د ترانسپورټ بهیر په عادي ډول پرمخ ځي.
د وزارت وياند، چې له رویټرز خبري اژانس سره یې خبرې کړي، ویلي چې افغانستان په وروستیو شپږو میاشتو کې له ایران سره کابو ۱.۶ میلیارده ډالرو سوداګري ترسره کړې ده.
په مقابل کې، د همدې مودې په ترڅ کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري یوازې ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
Total Views:
0
