د سردار محمد داوود خان روغتون مشر: افغان ناروغان باید له پاکستان څخه راوګرځوو

خبرونه روغتيا

د سردار محمد دواد خان ۴۰۰ بستریز روغتون مشر طاهر ابرار وایي، افغان ناروغان باید له پاکستان څخه راوګرځول شي او په خپل هېواد کې ورته روغتیايي خدمتونه برابر شي.

نوموړي وویل، چې یاد روغتون د هېوادوالو لپاره ګڼ شمېر روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د مالوماتو له مخې، په روان کال کې په دې روغتون کې شاوخوا ۵۰ زره ناروغان بستر شوي، ۴۲ زره عملیاتونه ترسره شوي او ۱.۸ میلیونه ناروغانو روغتیايي خدماتو ته مراجعه کړې.

د یادونې وړه ده، چې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې له ټاکلې نېټې وروسته به نور پاکستاني درمل نه محصولوي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: