د «ډیپلوماټ ورځپاڼې» په تازه راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بلوچستان کې د وسله والو ډلو په فعالیتونو کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده.
راپور وايي، د دې بدلون مهم پړاو هغه مهال پیل شو چې شاري بلوڅ په ۲۰۲۲ کال کې د کراچۍ پوهنتون پر کنفیوشیس انسټیټیوټ ځانمرګی برید وکړ. په دغه برید کې درې چینایي ښوونکي او یو پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول.
د راپور له مخې، له هغه وروسته څو نورې ښځې هم په هغو بریدونو کې ښکېلې شوې چې د بلوچستان له وسله والو ډلو سره تړاو ورکړل شوی دی.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د «هیروف ۲.۰» عملیاتو پر مهال هم د ښځینه غړو او ځانمرګو بریدګرو نومونه یاد شوي دي.
د «ډیپلوماټ» په وینا، وسله والې ډلې د ښځو له ګډون څخه د غړو د جلب، تبلیغاتو او خپلو عملیاتي فعالیتونو د پراخولو لپاره هم کار اخلي.
راپور ټینګار کوي چې د ښځو د وسله والو ډلو سره د یوځای کېدو لاملونه یو شان نه دي او سیاسي، ټولنیز، کورني او شخصي عوامل پکې رول لري.
بلخوا، په بلوچستان کې د ښځو سیاسي فعالیت اوږد تاریخ لري، خو د ۲۰۲۲ کال وروسته د هغوی مستقیمه وسله واله ونډه زیاته شوې ده.
