د تورغونډۍ او لاجورد له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات پيلېږي

خبرونه سوداگري ګټور خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې ټاکل شوې ده چې سبا د تورغونډۍ بندر او لاجورد دهلېز له لارې د افغانستان صادراتي توکي څو هېوادونو ته ولېږدول شي.یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په اتو سوداګریزو محمولو کې به وچه مېوه، مربا، دېګونه او انرژي شامل وي، چې د تورغونډۍ او لاجورد دهلېز له لارې به د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته انتقال شي.د معلوماتو له مخې، دا سوداګریزې محمولې د یوه خصوصي شرکت له لوري لېږدول کېږي.د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ټینګار کړی، چې د ټرانزیتي دهلېزونو پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول او له نړیوالو ټرانسپورټي شرکتونو ملاتړ د یاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، او په دې برخه کې یې عملي او اغېزناک ګامونه هم پورته کړي دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: