مجاهد: په افغانستان کې غیرقانوني نیونې نشته، دوه امریکایان د قانوني سرغړونې له امله بندیان دي

خبرونه کورني خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې هېڅ ډول غیرقانوني نیونې نه ترسره کېږي او ټول نیول شوي کسان د هېواد د قوانینو د سرغړونې له امله تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي.مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دوه امریکایي وګړي د افغانستان په بند کې دي او د افغانستان له قوانینو د سرغړونې له امله تر څېړنې لاندې دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې موضوع د حل لپاره له امریکا سره خبرې روانې دي او باید د ګواښونو پر ځای د حل لارې ولټول شي.هغه د افغانستان په اړه د واشنګټن پر سیاست هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د جګړې د وخت پالیسي لا هم دوام لري، بندیزونه او تور لېستونه نه دي لرې شوي.

له نورو سره یې شریک کړئ: