لېويټ: د امریکا پر خاوره د ایران د احتمالي برید په اړه خپور شوی خبرداری، تائيد نه دهد سپيني ماڼۍ ویاندې ویلي، هغه خبرداری چې ګواکې ایران به د امریکا په خاوره کې غچ اخیستونکي بریدونه وکړي، یو ناتایید شوی راپور و او هېڅ رښتینی ګواښ نه شته.د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېویټ په وینا، د قانون پلي کوونکو ادارو ته لېږل شوی خبرداری یوازې د یوه برېښنالیک پر بنسټ جوړ شوی و، چې پکې د د امریکا د فدرالي پلټنو اداره له لوري د احتمالي ګواښ یادونه شوې وه.نوموړې ټینګار کړی چې دغه معلومات تایید شوي نه وو او د امریکا پر اصلي خاورې د ایران له لوري هېڅ عملي یا رښتینی ګواښ موجود نه دی.د راپورونو له مخې، دا محرمانه خبرداری د فدرالي پلټنو ادارې له خوا د لاس انجلس سیمه ییز ګډ معلوماتي مرکز له لارې خپور شوی و؛ په دې خبرداري کې اټکل شوی و چې که امریکا پر ایران پوځي بریدونه وکړي، نو ښايي تهران د سمندر له لارې د بېړۍ څخه توغول کېدونکو بې پیلوټه الوتکو په وسیله د کلیفورنیا ایالت ځینې هدفونه په نښه کړي.بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې تړاو اندېښنې کمې بللې دي؛ نوموړي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ایران له لوري د احتمالي غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه اندېښنه نه لري.ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران غچ اخیستونکي اقدامات به د امریکا دننه بریدونو ته وغځېږي که نه؟ وویل:نه، زه اندېښنه نه لرم.

لېويټ: د امریکا پر خاوره د ایران د احتمالي برید په اړه خپور شوی خبرداری، تائيد نه ده
Total Views:
0