لبنان کې د اسرائيلو له لورې د عیسی ع په نوم مجسمې ویجاړولو انځورونو پراخ غبرګونونه پارولي

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د رسنیو د راپورونو له مخې، په سوېلي لبنان کې د اسرائیلي پوځ د یوه سرتېري له خوا د عیسی مسیح (ع) په نوم د مجسمې د ویجاړولو انځورونه په ټولنیزو شبکو او د عیسوي ټولنو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

 

د راپورونو له مخې، دغه انځور چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، ښيي چې یو اسراييلي سرتېرى د مارتول په وسیله د صلیب پر مجسمه برید کوي.

 

پېښه د لبنان په دِبِل کلي کې شوې، چې د مارونایټ عیسویانو مېشت سیمه بلل کېږي او د اسرائیلو پولې ته نږدې موقعیت لري.

 

ځايي اوسېدونکو او د لبنان عیسوي ټولنې دغه عمل په کلکه غندلی او دا یې د مذهبي ارزښتونو سپکاوی بللی دی.

 

هغوی ویلي، دا ډول کړنې د مذهبي ځایونو پر وړاندې د پرله‌ پسې بریدونو یوه برخه ده.

 

بلخوا، د اسرائیلو پوځ د انځور ریښتینولي تایید کړې، خو ویلي یې دي چې دا عمل د دوی له ارزښتونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: