افغانستان بانک په خپله اعلامیه کې د زړو او زیانمنو بانکنوټونو د بدلولو خبر ورکړ

خبرونه

 

د افغانستان بانک وایي، خلک کولای شي زاړه او فرسوده افغانۍ بانکنوټونه د دغه بانک په مرکزي او ولایتي څانګو او ټولو سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او پر ځای یې سالم بانکنوټونه ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه بانکنوټونه زاړه او د بدلولو وړ بلل کېږي چې د ډېرې کارونې له امله یې ظاهري بڼه بدله شوې وي، یوه برخه یې پرې شوې وي، ډېر لیکل ورباندې شوي وي او یا یې امنیتي نښې تر ډېره له منځه تللې وي، خو د بانکنوټ اصلي ‌والی د پېژندلو وړ وي.

د بانک د انځوریز لارښود له مخې، هغه بانکنوټونه هم فرسوده بلل کېږي چې د ډېرې کارونې له امله زاړه او نرم شوي وي او د پیسو د شمېرلو په ماشینونو کې د شمېرلو وړ نه وي.

همدارنګه، هغه بانکنوټونه چې په څو ځایونو کې څېرې شوي وي او بېلابېلې برخې یې د چسپي پټې په وسیله رغول شوې وي، د بدلولو وړ زاړه بانکنوټونه ګڼل کېږي.

د افغانستان بانک ټینګار کړی چې د دغه ډول بانکنوټونو لرونکي کولای شي خپل زاړه بانکنوټونه په مرکز او ولایتونو کې د دغه بانک څانګو او ټولو سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او په بدل کې یې سالم بانکنوټونه ترلاسه کړي.

دغه بانک له خلکو غوښتي چې که د فرسوده بانکنوټونو د بدلولو پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کېږي، خپل شکایت دې د افغانستان بانک د مالي مشتریانو د حقونو له اړوندې څانګې سره شریک کړي.

د افغانستان بانک وایي، د خلکو شکایتونو ته به په دې برخه کې ژر رسېدنه وشي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ