د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې ورځنی لګښت یو میلیارد ډالر اټکل شوی

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د امریکا د کانګرس یوه چارواکي ویلي چې د ایران پر وړاندې د پنټاګون د جګړې ورځنی لګښت شاوخوا یو میلیارد ډالر اټکل کېږي.د معلوماتو له مخې، د دې ارقامو د لا دقیقې ارزونې لپاره د پالیسۍ مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې د یوې ورځې جګړې لګښت د څه باندې څلور میلیونه امریکایانو لپاره د روغتیايي بیمې د پوښښ له برابرولو یا هم نږدې ۹.۵ میلیونه کسانو ته د خوړو د مرستې له برابرولو سره برابر ګڼل کېږي.بل لور ته، د امریکا د دفاع وزارت د جګړې پر مهال د مصرف شویو مهماتو او له منځه تللو تجهیزاتو د بدلولو لپاره د ۵۰ میلیارد ډالرو د بیړني تمویل غوښتنه چمتو کوي.شنونکي خبرداری ورکوي چې په داسې حال کې چې د امریکا کلنی بودیجوي کسر د ۱.۵ تر ۲ ټریلیون ډالرو پورې رسېږي او ملي پور یې له ۳۵ ټریلیون ډالرو اوښتی، د جګړې دوام کولی شي د دغه هېواد پر اقتصاد دروند او نه‌ زغمل کېدونکی فشار وارد کړي. د شنونکو په وینا، که د هرمز تنګي کې تاوتریخوالی زیات شي، هغه تنګی چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تیل ترې تېرېږي، نو ښايي د تیلو بیې له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ ډالرو پورې لوړې شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: