پاکستاني چارواکو له افغان حکومت څخه غوښتي، چې په افغانستان کې بند پاتې زرګونه پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو زمینه ورته برابره کړي.
د خیبر پښتونخوا ځایي حکومت په دې تړاو په پېښور کې د افغانستان له کونسلګرۍ سره رسمي اړیکه نیولې او د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
د پېښور د کمېشنر دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې، په لومړي پړاو کې د شاوخوا ۶۰۰ کسانو نوملړ د افغانستان کونسل ته سپارل شوی، څو د هغوی د بېرته ستنېدو چارې ژر تر ژره تعقیب شي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان کونسلګرۍ هم ژمنه کړې، چې له اړوندو ادارو سره به دا موضوع شریکه کړي او هڅه به وکړي، څو بند پاتې پاکستاني وګړي ډېر ژر خپل هېواد ته ستانه شي.
په همدې تړاو په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د لارښوونې له مخې د لوړپوړو چارواکو یوه ځانګړې غونډه هم جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان جنرال کونسل حافظ محب الله، د پېښور مرستیال کمېشنر، د نادرا مشر، د خیبر ولسوالۍ کمېشنر او د نورو ادارو استازو برخه اخیستې وه.
دا موضوع په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو له امله په افغانستان کې ګڼ شمېر پاسپورټ لرونکي پاکستاني وګړي بند پاتې شوي او د تګ راتګ، اسنادو او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
محبوب الله حکيمي
