د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي چې د پاکستان پوځ په پښتني سیمو کې د ملکي وګړو پر نښه کولو لړۍ روانه ساتلې، خو د بشري حقونو نړیوال او سیمه ییز بنسټونه د دې پېښو په وړاندې چوپ پاتې دي او هېڅ عملي اقدام نه کوي.
هغه په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي چې شیخ ادریس نږدې دوه اوونۍ وړاندې وژل شوی، خو تر اوسه د هغه د وژنې په اړه هېڅ ډول رسمي څېړنه نه ده پیل شوې.
د هغه په وینا، دا ډول پېښې د پښتنو په سیمو کې د بې عدالتۍ او بې پاسخۍ د دوام څرګندونه کوي.
منظور پښتین همداراز له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغان کډوال په ناحقه نیول کېږي او په داسې بندخونو کې ساتل کېږي چې د ګوانتانامو په څېر شرایط لري.
هغه ټینګار کړی چې د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره هېڅ واضح تګلاره نه عملي کېږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د برېښنا په ګډون د هېواد ګڼې مهمې سرچینې د پښتنو له سیمو ترلاسه کېږي، خو د سیمې خلک له دې اسانتیاوو بې برخې پاتې دي او د پرمختګ له اساسي خدماتو محروم دي.
منظور احمد پښتین زیاته کړې چې د پښتنو په سیمو کې د ناامنۍ، بې وزلۍ او بنسټیزو ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې هم حکومت او هم نړیوال بنسټونه جدي پاملرنه وکړي، څو د روانو ستونزو مخه ونیول شي او د خلکو اساسي حقونه خوندي شي.
