د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د ترکیې د ډیپلوماټیک پلاوي مشر په کابل کې له د یاد وزارت له وزير مولوي عبدالکبير سره لیدنه کې اعلان کړی، چې ترکیه د مالدارۍ په برخه کې ۲۰ زره افغانانو ته ویزې ورکوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پر دې سربېره د افغان کډوالو د ستونزو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د نښلونې په اړه خبرې شوې دي.
راپورونه وایي، په افغانستان کې د کاري فرصتونو کمښت له امله ګڼ افغانان ترکیې ته د کارکولو لپاره ځي، چې په ځانګړي ډول په کرنه او مالدارۍ برخه کې کار ترې اخیستل کېږي، چې ددې اعلان وروسته به ياد افغانان په قانوني شکل ياد هېواد کې د کار کولو فرصت ترلاسه کړي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد د مالدارۍ په برخه کې د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی او د همدې تشې د ډکولو لپاره یې د افغان کارګرو د رسمي ګمارنې بهیر پیل کړی دی.
