د افغانستان او اندونیزیا د ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

خبرونه سپورټ کورني خبرونه ګټور خبرونه

د افغانستان د المپيک ملي کميټې عمومي رئيس احمد الله وثيق د فوتسال د افغان چارواکو سره اندونیزیا ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رئیس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اندونیزیا د فوټسال لیګونو کې د افغان ورزشکارانو د لوبېدو پر امکاناتو بحث شوی او دواړو لورو د دغه فرصت د برابرېدو پر ارزښت ټینګار کړی دی.همدارنګه، پر دې هم خبرې شوې چې په اندونیزیا کې د مېشتو افغان محصلانو او هغو افغانانو لپاره چې له فوټسال سره لېوالتیا لري، د تمریناتو او مسلکي فعالیتونو زمینه برابره شي.په پای کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې د افغانستان او اندونیزیا د فوټسال کمېټو ترمنځ یو رسمي هوکړه‌ لیک لاسلیک شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فوټسال اړیکې دوامداره، منظمې او بنسټیزې شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: