د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز کاريال ټروت سوشيال کې په یوه پیغام کې ادعا کړې چې ایران د امریکا او اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له امله له خپلو ګاونډیو هېوادونو بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې نور به پرې بریدونه نه کوي.ټرمپ ویلي، ایران چې د ده په وینا په سختۍ سره ماتې خوري، اوس له منځني ختیځ ګاونډیو سره د تاوتریخوالي د درولو ژمنه کړې ده. هغه ادعا کړې چې دغه ژمنه یوازې د امریکا او اسرائیلو د دوامدارو بریدونو له امله شوې ده.نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا د زرګونو کلونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ایران د منځني ختیځ له ګاونډیو هېوادونو ماتې خوري. د هغه په وینا، د سیمې هېوادونو ورته ویلي، مننه، ولسمشر ټرمپ.ټرمپ همداراز ادعا کړې چې ایران نور د منځني ختیځ بدماش نه دی، بلکې اوس د ده په وینا د منځني ختیځ بایلونکی شوی او ښايي تر راتلونکو لسیزو هم همداسې پاتې شي، مګر که تسلیم شي یا هم په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.هغه په پای کې خبرداری ورکړی چې نن به پر ایران «ډېر سخت ګوزار وشي او زیاتوي، د ایران د چلند له امله هغه سیمې او ډلې هم چې تر دې مخکې د هدف په توګه نه وې ټاکل شوې، اوس د بشپړې له منځه وړلو لپاره تر جدي ارزونې لاندې دي.

ټرمپ: ایران نور د منځني ختیځ زورواکی نه دی، بلکې مات شوی هېواد دی
Total Views:
0