پاکستان: د افغانستان په سلاح کوټونو کې د پرمختللو وسلو له شتون څخه اندېښنه لرو

خبرونه سيمه

راپورونه وايي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پاتې امریکایي او روسي پرمختللې وسلې که د پاکستان د مخالفو ډلو لاس ته ورسېږي، نه یوازې پاکستان ته جدي ګواښ جوړوي، بلکې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي.

د نوموړي په وینا، ددوی مخالفی ډلې اوس هم له افغانستان څخه فعالیت کوي او د بهرنیو مالي ملاتړ او د سیمې د بې‌ ثباته کوونکو لوبغاړو په مرسته له دغو وسلو څخه د پاکستاني ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر ضد کار اخلي، چې له امله یې زرګونه بې‌ ګناه خلک وژل شوي دي.

عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستیو راپورونو په حواله ویلي، چې پاکستان د افغانستان په سلاح‌ کوټونو کې د پرمختللو وسلو او مهماتو د موجودیت په اړه ژوره اندېښنه لري.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: