مودي: په نوي دهلي کې د چاودنې له عاملینو سره حساب کوو

خبرونه

د هند وزیراعظم نریندرا مودي په ټینګار سره ویلي، چې د نوي ډهلي د بمي چاودنې عاملان به له سخت حساب سره مخ شي.

نوموړي وویل چې حکومت یې د پېښې د پلټنې کارونه پیل کړي او «ککړ کسان به د سختو اقداماتو سره مخ شي».

دغه چاودنه د نومبر پر ۱۰مه د نوي دهلي د تاریخي لال قلعه مخې ته د یو موټر په واسطه ترسره شوه.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، امنیتي ادارې هڅه کوي چې د چاودنې اصلي پلان کوونکي او همکاران پیدا کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: