په اسلام اباد ننی برید د کابل واضح پیغام دی

بې کټګورۍ

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې د اسلام‌ آباد وروستی ځانمرګی برید د کابل حکومت له لوري ترسره شوی.

هغه خبرداری ورکړی، چې جګړه اوس تر اسلام‌ آباد رسېدلې او دا له کابل څخه یو ښکاره پیغام دی.

آصف زیاته کړې، په داسې حالت کې له کابل سره د بریالیو مذاکراتو تمه بې‌ ځایه ده.

په دغه برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي، افغان حکومت تر اوسه د پېښې او د آصف د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌ دی ښودلی.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: