د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د تېر کال په پرتله په تخار ولایت کې د لیمو په حاصلاتو کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د باغ لرونکو له لوري د عصري طریقو کارونه او د تخنیکي مشورو پلي کول د حاصلاتو د زیاتوالي اساسي لاملونه بلل شوي دي.
د کرنې وزارت زیاتوي، چې دا پرمختګ د سیمې کروندګر هڅوي څو د لیمو کر کیله پراخه کړي او د داخلي تولید له لارې د بازار اړتیاوې پوره شي.
Total Views:
0
