افغانستان او هند نن د نولس کلنو نړیوال جام د پایلوبې ټکټ لپاره مخامخ کېږي

خبرونه سپورټ کورني خبرونه لوبې

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ لوبډله به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو د کرېکټ نړۍ وال جام د نیمه‌ پایلوبې په پړاو کې د هند له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شي. دا مهمه او برخلیک ټاکونکې سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دولسو بجو پیل شي.د دې لوبې بریالۍ لوبډله به د نړۍ وال جام په پایلوبه کې د انګلستان د نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.افغانستان د شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې د لومړۍ ډلې سیالیو کې د قناعت وړ او منظمې لوبې په ترسره کولو سره دویم مقام خپل کړ او نیمه‌ پایلوبې ته یې لاره ومونده. په مقابل کې، د هند لوبډلې د دویم ګروپ سیالیو کې د لومړي مقام په خپلولو سره نیمه‌ پایلوبې ته لار پيدا کړه.د نیمه‌ پایلوبې په بله سیالي کې، چې نن ترسره شوه، د انګلستان لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د ۲۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو نړۍ وال جام پایلوبې ته ورسېده.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: