د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی. یادې ادارې د سیندونو پر غاړه مېشتو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د احتمالي خطرونو له امله دې د سیندونو له غاړو د هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.د هواپېژندې ادارې ویلي، چې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو برخو کې د ورښتونو له امله د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.د ادارې د معلوماتو له مخې، د بارانونو او سېلابونو د راوتو وړاندوینه د هرات، غور، بادغیس، زابل، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، غزني، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره شوې ده.افغان حکومت د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې د ځانونو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سیندونو پر غاړه له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د هواپېژندنې ادارې له سپارښتنو سره سم احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

د هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
Total Views:
0