قیصر: له افغانستان سره د فشار پر ځای ډیپلوماسي د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده

خبرونه راپورونه سيمه نړېوال خبرونه

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني مشر او د تحریک انصاف مخکښ غړي اسد قیصر پر مرکزي حکومت غږ کړی، چې له افغانستان سره د شته ستونزو او تحفظاتو د حل لپاره دې د فشار سیاست پرېږدي او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.اسد قیصر ویلي، که ایران او امریکا کولای شي په استانبول کې سره کېني، او که پاکستان او هند له یو بل سره خبرې کولی شي، نو له افغانستان سره د ډیالوګ مخه ولې نیول کېږي؟ د هغه په وینا، د افغانستان په تړاو د پاکستان هر ډول تحفظات باید د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل شي، نه د ترینګلتیا، ګواښ او سیاسي فشار له لارې.نوموړي ټینګار وکړ، چې دوامداره خبرې، متقابل درناوی او رغنده اړیکې کولی شي د سیمې امنیت ته لاره هواره کړي. هغه زیاته کړه، چې د پارلمان پیاوړتیا او د انصاف تأمین هغه بنسټیز عناصر دي، چې کولی شي پاکستان له روانو کورنیو او سیمه‌ ییزو بحرانونو وژغوري.قیصر دا هم وویل، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره له ګاونډي افغانستان سره سالمې او رغنده اړیکې حیاتي ارزښت لري، او د شخړو زیاتول به د دواړو هېوادونو په ګټه نه وي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: