هرات د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د جامو ۲۰ زره جوړې صادرې کړې

خبرونه سوداگري کورني خبرونه ګټور خبرونه

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې اعلان کړی چې د دې ولایت د جامو جوړونکو په لومړي ځل عراق ته د ښځو او ماشومانو د جامو سوداګریز صادرات ترسره کړي دي.

 

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د صادراتو دغه لومړنی محموله چې ۲۰ زره جوړې جامې پکې شاملې دي، تېره ورځ له هرات څخه لېږل شوې ده.

 

مسوولین وایي چې د دغه بار ټول ارزښت شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالره دی.

 

دغه جامې په هرات ښار کې د یوې محلي ګنډلو ورکشاپ له خوا په نږدې ۲۰ ورځو کې تولید شوي، او وروسته د یوه ایراني سوداګریز شرکت په همکارۍ د عراق بازار ته صادر شوي دي.

 

د جامو جوړولو شرکت مشر عزیزالله نورزي ویلي چې دا صادرات د دوی لپاره یو مهم پړاو دی او هڅه کوي چې په راتلونکي کې خپل تولیدات د نورو بهرنیو بازارونو لپاره هم پراخ کړي.

 

په ورته وخت کې، ایراني سوداګر جواد حکیمي ویلي چې دا صادراتي بهیر په ازمایښتي ډول پیل شوی او که بریالی شي، نو پلان لري چې په راتلونکي پړاو کې تر ۲۰۰ زره جوړو جامو پورې صادرات عراق ته ترسره کړي.

 

د هرات د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې مشر عبدالقادر اکبري هم ویلي چې د هرات کوچني صنعتي سکتورونه، په ځانګړي ډول د جامو، بوټانو او کڅوړو تولید، په سیمه‌ ییزو بازارونو کې د سیالۍ ښه وړتیا لري او د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه لري.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: