الف:
اباسين راغي غاړې غاړې ~ پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
اباسين بيا پۀ څپو راغي ~ پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
اباسين بيا څپې څپې دي ~ هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
اب و دانه مې شوه تمامه ~ ليلا پر زړۀ راکړۀ د تورو ګوزارونه
اب کوثر جانانه راشه ~ د بېلتانه پۀ سفر ځم تږي بۀ شمه
اپت وهلي کښت ته راغلم ~ نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
اټې اټې زلفې دې توي شوې ~ د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه
اجر و جزا د عمل حق ده ~ څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه
احمده خداي دې جنتي که ~ تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اخر بۀ خاورې شې صورته ~ که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر بۀ خاورې شې بدنه ~ که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
اخر بۀ خاورې شې جانانه ~ ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
اخر بۀ پاتې شې ميدانه ~ مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه ~ تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
اخر بۀ کند کچکول راواخلم ~ چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم ~ ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم ~ که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
اخر بۀ وران شې پېښوره ~ د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
اختر پرون ؤ پرون تېر شو ~ دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه ~ د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر نژدې دي روژه لاړه ~ ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغي ~ نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ ~ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم ~ زما ديار وعده اختر دي رابۀ شينه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي ~ دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر د واړو مبارک شه ~ دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر دې تا ته مبارک شي ~ چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر له تا سره ښايېږي ~ نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نژدې دي ياره راشه ~ مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه
اخر ته داسې درته وايم ~ اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه
اخرني ځاي دې لحد دي ~ ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه
ادکې مورې څراغ بل کړه ~ د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه ~ زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو ~ که مې له سرو سترګو ويني تويومه
ارمان ارمان تېره ساعته ~ پېدا بۀ نه شې کۀ ملنګ در پسې شمه
ب:
بابادې ماوژلي نۀ دي ~ چې راته نيسې دزړې ولې بندونه
باباکوچيانوته مې ورکړه ~ چې تورپېکي مې دنښتروبادوهينه
باباګلان دباغه راوړه ~ زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه
بابامې نۀ درکوي ياره ~ لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه
باباولي پرکندهاردي ~ زماجانان يې وزيارت ته تللي ونه
بابوټيکس دې بېرته واخله ~ مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه
بابوټيکس دې بېرته واخله ~ زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه
بابوکره زموږ وطن دي ~ جندوله تاته سلامي راغلي يمه
باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي ~ ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه
باچارخصت راکه چې ځمه ~ چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه
باچاهي تخت مې پۀ کارنه دي ~ جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه
باددبهۍ پۀ کې لګېږي ~ دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه
باددپغمان له لورې راغي ~ زمادياردزلفوبوي ماته راوړينه
باددخوتن دي راالوتي ~ ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه
باددې پلوله مخه يوسه ~ چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه
بادسبازماقاصد شه ~ زماشيرين اشناته يوسه سلامونه
بادسبايارمې ويښ نه کړې ~ دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه
بادمې ديارله لورې راغي ~ پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه
بادنن له پاسه که ښکې دي ~ بوي دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه
باده پربادمې سلام وايه ~ پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه
باده دخداي روي مې دروړي ~ ژرراته وايه ګران زړګي څۀ حال لرينه
باده ديارحالونه راوړه ~ ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه
باده ديارله لورې راشه ~ ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه
باده سلام پۀ جانان وايه ~ هغه سلام چې باده تا راوړي ؤنه
باران داوښکومې ورېږي ~ بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه
باران که اوري باک يې نشته ~ واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه
بارانه ورو ورو واورېږه ~ دمسافرجانان مې نشته دالانونه
باغ ته دې تګ مناسب نۀ دي ~ ګلان شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه
باغ چې دزاغ پۀ حواله شي ~ بلبل نري فريادکوي له باغه ځينه
باغ له دې تله مناسب نۀ دي ~ پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه
باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي ~ لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه
باغچې دګلوشوې سمسورې ~ باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه
باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو ~ چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه
باغوانه پاڅه چې سهار دي ~ ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه
باغوانه ورشه باغ سوتره که ~ سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه
پ:
پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دي ~ مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه
پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دي ~ جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه
پاس پراسمان راشه رامداره ~ داسمې لارې راڼېزونيولې دينه
پاس پراوږودې منګي مات شه ~ چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه
پاس پربام مه خېژه کوترې ~ پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه
پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې ~ زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه
پاس پۀ تيرااوره بارانه ~ دپېښورپۀ برخه سېل دي رابۀ شينه
پاس پۀ سينه ځاي راته جوړکه ~ مزل وهلې ځمکه ځاي نۀ راکوينه
پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله ~ نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه
پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې ~ بازمې رنځوردي لۀ خولې وينې تويوينه
پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو ~ دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه
پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې ~ چاويل ملوک دي دبدرۍ سلام ته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوري زۀ واي ~ نجلۍ وېده واي مايې وکړاي ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه ~ محمدوخوت دالله ديدارته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري ~ اشناويدۀ دي مايې وکړل ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو ~ جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه
پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې ~ يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه
پاس پۀ هواراشه جانانه ~ داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه
پاس داسمان ستوروته ګوره ~ پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه
پالنګ دسرونالۍ دزرو ~ ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري ~ نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه
پام کوه واردې خطانۀ شې ~ دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه
پانسۍ دزلفوماته راکړه ~ زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه
پاولي ديخ سينه دې تخت دي ~ چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه
پتنګ پۀ خاص څراغ مين دي ~ ښايسته خولمردي ځان پرې نۀ کبابوينه
پتنګ خويوځل شهيدشوي ~ افرين ماته چې مدام سوزم مينه
پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې ~ شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه
پتڼ پۀ منځ دبازارراغي ~ شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه
پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه ~ ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه
پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي ~ زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه
پتڼه راشه کۀ پرې سوځې ~ ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه
پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم ~ بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم ~ چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم ~ پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه
پټ کرمونه درب ډېر دي ~ جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه

