د افغانستان کرکټ ملی لوبډله نن د زېمبابوې پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د زېمبابوې پر وړاندې د شل اوريزې لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.

سپورټ لوبې

دغه لوبه د هرارې سپورټس کلب په لوبغالي کې ترسره کېږي او د افغانستان لپاره د لوبلړۍ د درې پر درې بريالۍ پاي ته رسولو مهم فرصت بلل کېږي.

افغانستان د دغې لوبلړۍ دوه لومړنۍ لوبې په پرله‌ پسې توګه ګټلې او د اتلولۍ جام يې په خپل نوم کړي دي.

د کرېکټ مبصرين وايي، د نننۍ لوبې هدف به د ځوانو لوبغاړو ازموينه او د نړيوالو سياليو لپاره د نوي ترکيب ارزونه وي.

تمه ده چې د لوبډلې روزونکي او تخنيکي ټيم په دې لوبه کې ځينې بدلونونه راولي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: