افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د ورزشي ډیپلوماسۍ، د کرېکټ د ترویج او تخنیکي همکاریو په موخه یې د چین دولت په رسمي بلنه یو پلاوی دغه هېواد ته استولی دی.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په یاد پلاوي کې د ملي لوبډلې روزونکی نوروز منګل او څلور افغان لوبغاړي؛ قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ شامل دي.
کرېکټ بورډ ویلي، چې د ادارې اجراییوي رییس نصیب خان د سفر تر مخه له یاد پلاوي سره لیدلي او د سفر اړوند یې خپل پیغام ورسره شریک کړی دی.
د نوموړي په وینا، افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ پراختیا او پرمختګ ته ژمن دی او هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره د همکارۍ اړیکې پراخې کړي.
نصیب خان زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره په سوداګریزو او صنعتي برخو کې پراخې اړیکې لري او هیله شته، چې دواړه هېوادونه د کرېکټ په برخه کې هم ګډې همکارۍ پراخې کړي او خپلې تجربې سره شریکې کړي.
