راپورنه وايې د یوې لیلامۍ په ترڅ کې، د پنجشېر ۲ زره او ۶۳۹ قیراطه زمرد د هېواد سوداګرو ته په ۳ میلیونه او ۱۷۲ زره افغانیو څخه په زیاته بیه وپلورل شول.د پنجشېر د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې د پنجشېر د پریانو ولسوالۍ په شاوخوا ۳۰ کیلومتره ساحه کې د سرو زرو کانونه هم موندل شوي دي. د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دغو کانونو د قانوني او تخنیکي ایستلو چارې روانې دي.په همدې مهال، د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم ویلي، سیمه ییزه اداره د کانونو قانوني او تخنیکي ایستلو ته ژمنه ده او په پاریانو ولسوالۍ کې د سرو زرو د نویو کانونو د ایستلو بهیر هم پیل شوی دی.په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په پنجشېر کې د پانګونې فرصتونه زیات شوي او د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو ایستل، ورځ تر بلې د پام وړ لوړ شوي دي.پنجشېر د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې د قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري، او په تېرو درېیو کلونو کې د بېلابېلو کانونو، په ځانګړي ډول د زمردو، په ایستلو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

پنجشېر کې ۲۶۳۹ قیراط زمرد په څه باندې ۳ میلیونه افغانیو وپلورل شول
Total Views:
2