د استرالیا دفاع وزیر: د ایران له لوري د هرمز تنګي تړل کېدو ناهیلي کړي یو

خبرونه سيمه

د  د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلز ویلي، چې د هرمز تنګی تړل کېدل د ایران له‌ خوا یو نهیلی کوونکی اقدام دی.

هغه ټینګار کړی چې لنډمهاله اوربند باید په دایمي اوربند بدل شي، څو تنګی بېرته پرانیستل شي او د نړۍ د سون توکو د رسولو لړۍ عادي حالت ته راستانه شي.

مارلز ویلي چې د ستونزې حل باید د ډیپلوماسۍ له لارې وشي او په پای کې هدف دا دی چې سیمه بېرته د سولې پر لور ولاړه شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: