د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان اوربند د دوام او پیاوړتیا لپاره د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی.
نوموړي دا څرګندونې د ترکمنستان د عشقاباد په نړیواله غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ پر سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو هم بحث وکړ.
اردوغان د شهباز شریف سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستام ترمنځ د اوربند غځېدل مثبت پرمختګ دی او ترکیه به په جوړ شوي ګډ میکانیزم کې فعاله ونډه واخلي، څو اوربند وساتل شي.
ترکیې مخکې هم څرګنده کړې وه چې د دواړو خواوو ترمنځ ثبات او د ترینګلتیاوو کمېدل ورته مهم دي، او انقره د دوی وروستي حالات له نږدې څاري.
تمه کېده چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی د منځګړیتوب لپاره پاکستان ته ولاړ شي، خو دا سفر تر اوسه پورې ځنډېدلی دی.
په تېرو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوحه، انقره او حتّی په عربي متحده غونډو کې څو پړاو خبرې شوې، خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې. بیا هم دواړو خواوو ته ټینګار شوی چې اوربند دې وساتل شي او له پوځي اقداماتو دې ډډه وشي.
